کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له یو شمېر اروپا مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره کابل کې وکتل.
ډاکټر روهي د ویناوالو په استازیتوب د امنیت، له نشه یي توکو سره د اغېزمنې مبارزې او نورو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان یوازې تر پوځي یرغل لاندې نه دی، بلکې تر کلتوري او ایډیالوژیکي یرغل لاندې هم دی، چې باید په کلکه ورسره مبارزه وشي.
روحي څرګنده کړه: له جګړې وروسته د تېرو ترخې خاطرو هېرول، د یو بل په رښتیني توګه منل، د ښځو او نارینه وو د تعلیمي او تحصیلي کچې لوړول، د مسوولیتونو په سپارلو سره د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره لاره هوارول، د متخصصو کارکوونکو او د نړۍ له هېوادونو سره تعامل به افغانستان سمې لارې ته بوځي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل: افغانان له څو لسیزو سختو او نه ستړي کېدونکو مبارزو وروسته خپلو اساسي اهدافو ته چې آزادي، د خپل وطن مالکیت او اسلامي نظام وو رسېدلي او باید له شته فرصتونو څخه د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په هره طریقه ګټه پورته کړو.
حقاني زیاته کړه: موږ له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو، د حکومت مشر په خپل اختریز پیغام کې نړۍ ته په ښکاره توګه د ښو اړیکو بلنه ورکړه.
نوموړي و ویل: د تعلیم مسله په موږ پورې اړه لري، موږ به پخپله د هغې لپاره زمینه برابره کړو، دا زموږ په ماشومانو پورې اړه لري او له موږ څخه بل هېڅوک زموږ د ماشومانو سره خواخوږي نه لري.
حقاني څرګنده کړه: د ټول شموله نظام په اړه باید ووایم چې نړۍ باید دا حقیقت ومني او عادت یې کړي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، لکه څنګه چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دا هم نه مني، چې نور دې فرمایش ورکړي او داسې غوښتې دې وکړي، چې زموږ د ملي حاکمیت سره سمون نه لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د حکومت دروازې د ټولو خیر خواهانو پر مخ خلاصې دي او د ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي.
د پیغام پای/
Your Comment